انصار: (د سلواغی ۱۳ مه)، د پاکستان ټاکنو کمیسیون چارواکو یو ځل بیا ویلي چې ټاکنې به په ټاکلي وخت، یعنې د راتلونکې فیبرورۍ په اتمه نېټه ترسره کېږي.
د ټاکنو کميسیون په دې اړه نن غونډې کړې او مشر کمیشنر سکندر سلطان راجا وایې د ټولو امنیتي ننګونو سره سره به عمومې ټاکنې په خپل وخت ترسره کېږي.
دغه غونډه پرون پنج شنبه په پلازمینه اسلام اباد کې له ټاکنو مخکې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره رابلل شوې وه.
دغه اندېښنې وروسته له هغې دي چې په تیرو څو ورځو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ځینې لویې او وړې امنیتي پېښې رامنځته شوې، په ځانګړي ډول هغه بریدونه چې د ټاکنو کمیسیون پر دفترونو او سیاسي غونډو ترسره شوې دي.
د کمیسیون مشر کمیشنر دا هم وایي چې ترهګریزې پېښې او امنیتي ننګونې به د ټاکنو بهیر اغیزمن نه کړي.
په یاده ناسته کې د پاکستان سرپرست کورنیو چارو وزیر ګوهر اعجاز هم ډاډ ورکړی چې د ټاکنو نه ترسره کېدو په اړه هر ډول شکونه بې ځایه دي.
دواړو چارواکو رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې لنډمهاله حکومت او ټاکنو کمیسیون د امنیت ټینګښټ او ټاکنو ښو ترسره کولو لپاره ټولې هڅې کوي.
په داسې حال کې چې هر ګوند په ټاکنو کې د بري لپاره ټولې هڅې کوي خو د اکثریت نه تر لاسه کولو په صورت کې به اړ وي چې له نورو ګوندو سره ایتلاف وکړ ي یا ګډ حکومت ورسره جوړ کړي.
تازه هلته د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې له د دوو نورو ګوندو مسلم لیګ نون او تحریک انصاف سره به ایتلاف ونه کړي خو وایي د خپلواکو نوماندانو سره ګډ کار کولو ته تیار دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29945